هند له روسیې سره د اړیکو د پراختیا پر دوام ټینګار وکړ

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې نوي ډیلي به له روسیې سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا بهیر په ټولو برخو کې دوام ورکړي. د دغه وزارت ویاند ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري او تعامل په بېلابېلو برخو کې روان دی.
راندهیر جایسوال، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې د نوي ډیلي او مسکو اړیکې پراخې او څو اړخیزې دي او د هند حکومت د دغو همکاریو د کمولو هېڅ پلان نه لري. د ده په وینا، د دواړو هېوادونو اړیکې پر ګډو ګټو او اوږدمهالو همکاریو ولاړې دي.
روسیه په تېرو لسیزو کې د هند د پوځ د اصلي پوځي تجهیزاتو له عمده تأمین کوونکو څخه وه. د هند د پوځ یوه لویه برخه وسلې — له جنګي الوتکو او اوبتلونو نیولې تر پرمختللو هوایي دفاعي سیستمونو لکه «S-400» پورې — د روسیې جوړې دي.
د پوځي همکاریو تر څنګ، دواړه هېوادونه په انرژۍ کې هم پراخې اړیکې لري. روسیه اوس د هند د نفتي وارداتو له سترو صادروونکو څخه ده، او د «کودانکولم» اټومي برېښناخانه پروژه د دواړو لورو ترمنځ د ملکي اټومي همکاریو یوه بېلګه ګڼل کېږي.
سره له دې، هند هڅه کوي چې د روسیې سره خپلو تاریخي اړیکو او له لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو، د اړیکو د پراختیا ترمنځ توازن وساتي. نوي ډیلي د اوکراین د جګړې له پیل وروسته هم له مسکو سره اړیکې وساتلې او د روسیې د نفتو پېرلو ته یې دوام ورکړی؛ یو اقدام چې هندي چارواکي یې د انرژۍ د امنیت او د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره اړین بولي.
د هند او روسیې ګډ غړیتوب په سازمانونو لکه بریکس او د شانګهای د همکارۍ سازمان کې هم د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړې او د ستراتیژیکو خبرو اترو د دوام لامل شوی دی.




