روغتيامهم خبرونه

هند چمتو ده چې افغانستان ته لوړ کیفیت درمل صادر کړي

د هند د دودیزو درملو د فابریکو مسؤلینو او د طبی اتحادیو استازو د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر نور جلال جلالي سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې دوی چمتو دي افغانستان ته لوړ کیفیت او د مناسبې بیې درمل صادر کړي.

په دغه لیدنه کې افغانستان ته د درملو د دوامدارې رسول موضوع د خبرو اصلي محور وو، او هندي لوري ډاډ ورکړی، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې به د درملو برخې ته د اړتیا وړ توکي پر وخت ورسوي او کمښت به نه وي.

دواړو لوریو د افغانستان دننه د درملو پر تولید د پانګونې پر امکان هم خبرې وکړې؛ دا اقدام کولای شي د کار موندنې فرصتونه رامنځته کړي او د درملو له وارداتو څخه د هېواد اړتیا کمه کړي.

د عامې روغتیا وزیر، د افغانستان دننه د پانګونې پر موجودو فرصتونو ټینګار وکړ او وې ویل چې د هېواد اوسېدونکي باید د لوړ کیفیت او د لاسرسي وړ بیې درملو ته لاسرسی ولري. هغه د دې برخې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو غوښتنه وکړه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button