روغتيامهم خبرونه

هند ۲.۵ ټنه طبي وسايل کابل ته ولېږل

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند اعلان کړی چې د ۲.۵ ټنه درملو او طبي وسايلو يو محموله د ټپيانو د درملنې د مرستې په موخه کابل ته لېږل شوی دی. دغه مرسته د معتادينو د درملنې مرکز ته لېږدول شوې ده او خپرو شوو انځورونو ښيي چې دا محموله د کابل نړيوال هوايي ډګر له لارې را رسېدلې ده.

رندهير جيسوال، د دې وزارت وياند، د جمعې په ورځ د حوت ۲۹ نېټه په خپله ایکسپاڼه کې د څو انځورونو له خپرولو سره ليکلي چې نوي ډېلي د افغانستان له خلکو سره په «دې سختو شېبو» کې د همدردۍ څرګندونه کوي او بهرنۍ بشري مرستې ته به دوام ورکوي.

دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې له پاکستانه د وروستۍ هوايي حملې (د حوت په ۲۵مه) وروسته، د طالبانو اداره ادعا کړې چې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ تنه نور ژوبل شوي دي. تر اوسه د دې پېښې د تلفاتو خپلواکه او تصديق شوې شمېرې نه دي خپرې شوې، او د معلوماتو د شفافيت نشتوالی د خلکو اندېښنې زياتې کړې دي.

د يادو بريدونو د ملکي تلفات راپورونو د هېواد دننه پراخ غبرګونونه راپارولي دي. هم‌مهاله، د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ اړيکې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د هغوی د ملګرو د بريدونو له زياتوالي سره له نويو کړکېچونو سره مخ دي، او د سرحدي سيمو د امنيتي عواقبو په اړه اندېښنې دوام لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button