هند د افغانستان لپاره خپلې مالي مرستې زياتې کړې

هند اعلان کړی چې د ۲۰۲۶–۲۷ مالي کال په بودجه کې به د افغانستان لپاره خپلې مرستې زياتې کړي او دا اندازه به له ۱۱ ميليونه ډالرو څخه تر ۱۶ ميليونه ډالرو څخه زياته کړي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې افغانستان له پراخو اقتصادي ستونزو او عاجلو بشري اړتياوو سره مخ دی.
سهيل شاهين، چې په قطر کې د طالبانو د ادارې استازی دی، د هندي رسنيو سره په خبرو کې د دې اقدام هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د مرستو زياتوالی د دواړو خواوو د اړيکو د پياوړتيا لېوالتيا څرګندوي. نوموړي دا پرېکړه د دهلي نو د افغانستان سره د دوامدار تعامل نښه بللې ده.
د شاهين په وينا، د افغانستان د بيا رغونې له هڅو سره په يوه وخت کې د پانګونې ګڼ فرصتونه هم شته، چې د هندي پانګوالو پاملرنه راجلبولی شي. خو شنونکي ټينګار کوي چې هر ډول مرسته او پانګونه بايد په روڼ او د خلکو پر محور ډول اداره شي، څو د هېواد د اوسېدونکو د ژوند د حالت د ښه والي لامل شي او د طالبانو د ادارې له انحصار څخه خوندي پاتې شي.




