امنیت او پېښېمهم خبرونه

د طالبانو او پاکستان جګړې په ننگرهار کې سلګونه کورنۍ بې‌ځایه کړي

د طالبانو د ادارې او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو دوام له امله، سلګونه کورنۍ په ننگرهار ولایت کې له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړې شوې دي. ځایي سرچینې وايي، دغه کورنۍ دا مهال د بهسود ولسوالۍ په یوه موقتي کمپ کې استوګنه لري او له جدي کمښت سره د لومړنیو اسانتیاوو مخ دي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې، د دوربابا، نازیان، اچین، گوشته، مومنددره او هسکې مېنې د سرحدي سیمو اوسېدونکي د پاکستاني ځواکونو د هوایي او راکټي بریدونو له امله بې‌ځایه شوي دي. بې‌ځایه‌شوې کورنۍ وايي، د دوی کورونه ویجاړ شوي او ټول شتمنۍ یې له منځه تللې دي.

یادې کورنۍ د خېمو ژوند «سخت او اندېښمنوونکی» بولي او ټینګار کوي چې دوی بېړنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستو ته اړتیا لري. د دوی په وینا، د هوا سوړوالي او د امکاناتو نشتوالي له امله ښځې او ماشومان په لا زیاته زیان‌منه وضع کې دي.

په همدې حال کې، قریشي بدلون، چې د طالبانو د ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو آمر دی، ویلي چې د هلال‌احمر او یو شمېر خیریه بنسټونو د مرستو لړۍ پيل شوې ده او ټاکل شوې چې د نړیوالو سازمانونو مرستې هم په راتلونکو ورځو کې ووېشل شي.

جګړه د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ له یوې اوونۍ راپدېخوا روانه ده. د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې، د دغو نښتو په ترڅ کې په افغانستان کې ۱۸۵ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي او له ۲۰ زرو ډېری کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي. دغه شمېرې د طالبانو د ادارې د وړتیا په اړه چې د سرحدي سیمو امنیت او د ملکي وګړو خوندیتوب تأمین کړي، اندېښنې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button