روغتيامهم خبرونه

هند افغانستان ته د ټي‌ډي واکسین ۱۳۱ کارتنونه مرسته کړل

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې هند افغانستان ته د ټي‌ډي واکسین ۱۳۱ کارتنونه مرسته کړي دي. د دغه وزارت په وینا، دا مرسته به د وقایوي واکسین د پروګرامونو د ملاتړ لپاره وکارول شي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې ۲۳مه خپره شوې، راغلي چې ټي‌ډي واکسین د دیفتري او کزاز له ګډ ترکیب څخه جوړ شوی او هر شیشې یې لس دوزونه لري. دا واکسین عموماً د ساري او خطرناکو ناروغیو د مخنیوي لپاره، په ځانګړې توګه د ماشومانو او د زیږون په عمر کې د ښځو تر منځ، کارول کېږي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په هر کارتن کې ۷۶۸ دوزونه موجود دي. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا مرسته به د روغتیایي خدمتونو د ښه‌والي او د واکسین د پوښښ د پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو سیمو کې وکارول شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button