روغتيامهم خبرونه

هند افغانستان ته د لسګونو زرو واکسین ډوزه مرسته وکړه

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان د اوسېدونکو د روغتیا د ملاتړ په هدف ۶۳ زره او ۷۳۴ ډوزه د انفلوانزا او مننژیت واکسین کابل ته مرسته کړې ده. دغه مرسته پنج‌شنبه، د قوس پر ۱۳مه، په رسمي ډول کابل ته وسپارل شوه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال په ایکس (پخوانی ټویټر) کې په خپاره شوي پیغام کې ټینګار کړی چې نوې ډېلي د افغانستان د خلکو د روغتیا د ښه‌والي لپاره خپلو ژمنو ته وفاداره ده.

تېرې هفتې هند ۷۳ ټنه مرسته‌یز توکي هم افغانستان ته ولېږل چې پکې درمل، واکسین او اړین تغذیوي مکملونه شامل دي. دا بشري مرستې په داسې حال کې دوام لري چې د طالبانو تر ولکې لاندې ډېرو سیمو کې د اساسي روغتیايي خدماتو لاسرسی د دې ډلې د کمزوري حاکمیت له امله له جدي ستونزو سره مخ دی.

په هم‌مهاله توګه، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر د نوې ډېلي د سفر پر مهال داسې توافقات شوي چې یو شمېر هندي درمل جوړوونکې کمپنۍ به ارزیابي وکړي چې ایا کولای شي په افغانستان کې درمل محلي تولید کړي. خو د عامه چارو شنونکي اندېښنه لري چې د طالبانو د حکومت د روښانه پالیسۍ نشتوالی او د باور وړ اقتصادي چاپېریال کمبود به د دې پروژو عملي کېدو ته خنډ شي.

له بلې خوا، یوه افغانستاني کمپنۍ او یوه هندي شرکت ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو ارزښت درلودونکې هوکړه هم لاسلیک شوې چې له مخې به درمل افغانستان ته واردېږي او په داخل کې به یې تولید کېږي. سره له دې، لا تراوسه معلومه نه ده چې دا پلانونه به د طالبانو له ناکارامده او غیرمسوول جوړښت سره څنګه همغږي شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button