هند د افغانستان سفارت په نويډیلي کې طالبانو ته وسپاره

هندوستان د افغانستان سفارت په نويډیلي کې طالبانو ته سپارلی دی. نور احمد نور، چې د طالبانو له لوري په هند کې د سفیر په توګه معرفي شوی، د پنجشنبې په ورځ د جدی په ۲۵مه نېټه د سفارت په ودانۍ کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره ولیدل.
ځینې رسنۍ راپور ورکوي چې نور احمد نور، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی، نويډیلي ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کړي.
د طالبانو په وینا، نور احمد نور د دوشنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت له آنند پرکاش، د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې له سکرتر سره کتلي او د ویزو د اسانتیاوو، د افغان سوداګرو او محصلینو د ستونزو په اړه یې خبرې کړې دي.
که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د نور احمد نور د معرفي کېدو اعلان نهدی کړی او د هند د بهرنیو چارو وزارت هم د هغه د اعتبارلیک د منلو پخلی نهدی کړی، خو وروستي لیدنې ښيي چې د افغانستان سفارت په نويډیلي کې په عملي ډول طالبانو ته سپارل شوی دی.
د هند حکومت د کورنیو مخالفتونو له امله له طالبانو سره د اړیکو له علني کولو ډډه کوي.
له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر، امیرخان متقي د هند سفر او د هغه د خبري ناستې پر مهال په سفارت کې د ښځو د ګډون بندیز پراخ اعتراضونه راپارولي وو. په پایله کې، د هند حکومت هغه دې ته اړ کړ چې له ښځو په ګډون بله ناسته جوړه کړي.
هند، لکه د ګڼو نورو هېوادونو په څېر، د طالبانو حکومت لا هم رسمي نهدی پېژندلی، خو له ۲۰۲۲ کال راهیسې چې یې په کابل کې خپله تخنیکي استازولي بېرته پرانېستله، له طالبانو سره یې کاري اړیکې پراخې کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت هم په اکتوبر ۲۰۲۵ کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد ماموریت په کابل کې د سفارت په کچه لوړ شوی دی.




