د ماهيرود له پوله د ايران او افغانستان تر منځ د توکو ترانزیټ زیات شوی

ايراني سيمهييز چارواکي وايي، په تېرې نهو مياشتو کې د ماهيرود له پوله د افغانستان پر لور د توکو د ترانزيټ حجم او ارزښت په څرګند ډول ډېر شوی او د دې راکړې ورکړې ارزښت له يو ميليارد ډالرو اوښتی دی.
ايرنا خبري اژانس د خراسان جنوبي د ګمرکونو د رييس په وينا راپور ورکړی چې په دې موده کې ۲۷ زره او ۵۱۱ باروړونکي موټرونه، چې د يو ميليارد او ۱۶۵ ميليونه ډالرو په ارزښت توکي يې لېږدولي، د ماهيرود ګمرک له لارې افغانستان ته ترانزيټ شوي دي. د نوموړي په وينا، د دغو مالونو ټول وزن له ۷۱۵ زرو ټنو ډېر دی.
محمد کوهګرد ويلي، دغه توکي پکې ټوکر، بوره، خوراکي غوړي، د سويا کنجاره، انرژي څښاکونه، اوړه، کيمياوي سرې، مستعمل ټايرونه او يو شمېر نور صادراتي توکي شامل دي. هغه زياته کړې، د ترانزيټ کچه د تېر کال د ورته مودې په پرتله د موټرو شمېر، ارزښت او وزن له اړخه د پام وړ زياتوالی موندلی دی.
د همدې راپور له مخې، په تېرې نهو مياشتو کې له افغانستانه هم ۷۳۸ باروړونکي موټر د ماهيرود له لارې نورو ځایونو ته توکي لېږدولي دي چې ارزښت يې له ۶۱ ميليونه ډالرو او وزن يې له ۱۹ زره ټنو زيات بلل شوی دی.
په دغو مالونو کې وچ انځر، وچ زردالو، د اخروټو مغز، وچه مڼه، تور زيره، اوبهکين، د لابراتوار وسايل، د ټویوټا موټر، جنراتورونه او نور توکي شامل دي. د خراسان جنوبي د ګمرکونو د رييس په وينا، له افغانستانه د ترانزيټ کچه هم د تېر کال د ورته مودې په پرتله په څرګند ډول زياته شوې ده.
د ايران د خراسان جنوبي ولايت څلور سرحدي بازارونه لري، چې په سربیشه، نهبندان، درميان او زيرکوه ولسواليو کې موقعيت لري، او له افغانستان سره له ۳۳۰ کيلومتره زياته ګډه پوله لري. د ايرنا د راپور له مخې، د ماهيرود پوله په وروستيو کلونو کې د دې ولايت تر ټولو فعاله تګلاره وه او له مهمو رسمي بندرونو شمېرل کېږي چې ايران او افغانستان سره نښلوي.




