په هرات کې د عید پر مهال د تاریخي ځایونو لیدنه په بیساري توګه زیاته شوې ده

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د عید په ورځو کې زرګونه کورنۍ د تفریح او د تاریخي او ښایسته سیمو د لیدلو لپاره د دې ولایت بېلابېلو برخو ته تللې دي. د دې ریاست په وینا، یوازې د اختیارالدین له کلا څخه شاوخوا درې زره کسانو لیدنه کړې چې دا شمېره د عادي ورځو په پرتله څرګنده زیاتوالی ښيي.
د طالبانو د ادارې چارواکي په هرات کې وايي چې د خلکو د لیدنو دا زیاتوالی بېساری دی. دوی دا چاره د هرات د اوسېدونکو د تاریخي او کلتوري میراثونو پر وړاندې د مینې نښه بولي.
د طالبانو د ادارې د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي، ویلي چې د عید په ترڅ کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي وو او همدغو تدابیرو خلکو ته دا فرصت برابر کړی چې له دغو سیمو څخه په ډاډمنه توګه لیدنه وکړي.
هرات د افغانستان له تاریخي ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د اختیارالدین کلا د دې ولایت له مشهورو لرغونو آثارو څخه ده چې هر کال د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د کورنیو سیلانیانو کوربه وي.




