سياستمهم خبرونه

د عمران خان توندې نيوکې د پاکستان قضايي نظام پر وړاندې

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان د دغه هېواد پر قضايي نظام سختې نيوکې کړې او ويلي يې دي چې قاضيانو خپله «روح او رښتينولي» د شخصي ګټو په بدل کې پلورلې ده. هغه زياته کړه چې سره له دې چې عدلي بنسټونو ته يې څو څو ځله مراجعه کړې، خو هېڅ نتيجه نه ده ترلاسه شوې.

عمران خان په خپل اېکس (پخوانی ټويټر) حساب کې ليکلي چې قاضيانو بايد د خپلو کړنو له امله شرم وکړي، ځکه چې د ده په وينا په هغو دوسيو کې چې له ده سره تړاو لري، عدالت نه دی تأمين شوی. هغه ادعا وکړه چې قضايي بهيرونه داسې اداره کېږي چې پرې فشارونه زيات شي.

د عمران خان په وينا، د ده مېرمن بُشرا بي‌بي د ده د پرېوتلو لپاره په ۲۴ ساعته توګه په انفرادي بند کې ساتل کېږي او دا کار د قاضيانو په اجازه ترسره کېږي. هغه دا چلند «غيرانساني» بللی دی.

پخواني لومړي وزير چې ځان «غيرقانوني بندي» بولي، د اډياله زندان څخه په تليفوني خبرو کې خپلو زامنو ته ويلي چې له مېرمنې سره يې ناعادلانه چلند کېږي. هغه زياته کړه چې سره له دې چې د اونۍ يو ۳۰ دقيقه‌نی ملاقات ورته ټاکل شوی، خو دا پرېکړه ډېر ځله نه عملي کېږي.

عمران خان همدارنګه ټينګار کړی چې په اسلامي ښوونو کې پر ښځو، ماشومانو او سپين‌ږيرو ظلم حرام ګڼل شوی او د قاضيانو مسووليت د عدالت ساتنه ده، نه دا چې د سياسي فشار د وسيلې په توګه وکارول شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button