ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

نړۍ وال د کار سازمان د افغانستان د ښځو له حقونو ملاتړ وکړ

نړۍ وال د کار سازمان (ILO) ویلي، د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان د ښځو له حقونو ملاتړ کوي او د هغوی د زده کړو او کاري فرصتونو د برابرېدو په برخه کې خپل تعهد ساتي. دغه سازمان د خپل ایکس پاڼې له لارې په خپاره شوي پیغام کې په افغانستان کې د ښځو د واکمنېدو او د زده کړو او کار په برخه کې د هغوی د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په دې پیغام کې راغلي چې د ښځو لپاره د زده کړو او کاري فرصتونو برابرول، د دې ادارې له بنسټیزو ژمنو څخه دي. نړیوال د کار سازمان د زده کړو او کار رول د ښځو د ټولنیز او اقتصادي موقف د پیاوړتیا لپاره مهم بللی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې له هغې وروسته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان په ډېرو برخو کې د ښځو د کار او تعلیم په اړه پراخ محدودیتونه لګول شوي دي؛ هغه محدودیتونه چې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي او د افغانستان د ښځو د راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

نړیوالو بنسټونو څو ځله ټینګار کړی چې د افغانستان دوامداره پرمختګ او اقتصادي وده د ښځو د فعاله او برابره ونډه پرته له زده کړې او کاره ناممکنه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button