اقتصادمهم خبرونه

نړیوالې انرژۍ ادارې د امريکا، اسراییلو او ايران د جګړې له اقتصادي خطره خبرداری ورکړ

نړیوالې انرژۍ ادارې خبرداری ورکړی چې د امريکا او اسراییلو احتمالي جګړه د ايران پر وړاندې کولی شي د نړۍ اقتصاد له ستر ګواښ سره مخ کړي. دغه اداره ويلي، که اړتيا وي، د تېلو له ستراتيژیکو زېرمو څخه د زياتو زېرمښتو ازادول د بيې د بحران د مهار لپاره ارزول کېږي.

د ادارې مشر فاتح بيرول ويلي چې له آسيايي او اروپايي هېوادونو سره د تېلو د زېرمو د کارونې په اړه سلا مشورې پيل شوې دي. د نوموړي په وينا، دا ګام د وروستيو بدلونونو او د هغوی د اغېزو له امله په نړيوالو انرژۍ بازارونو کې پورته شوی.

د دغې ادارې غړو هېوادونو له دې وړاندې د مارچ په ۱۱مه موافقه کړې وه چې له ستراتيژیکو زېرمو څخه شاوخوا ۴۰۰ ميليونه بېرله تېل ازاد شي، څو د تېلو د بيې له لا زياتېدو مخنيوی وشي. دغه پرېکړه د نړيوال د تېلو د بازار د ثبات لپاره شوې وه.

بيرول د منځني ختيځ اوسنی وضعيت ډېر جدي بللی او ويلي یې دي چې د روان بحران شدت د ۱۹۷۰ لسیزې له دوو د تېلو له شوکونو هم اوښتی دی. هغه زياته کړې چې دا پېښې د اوکراين او روسيې د جګړې له دوام سره يوځای، په نړيوال انرژۍ بازار دوه چنده فشار راوستی دی.

د ادارې د مشر په وينا، په دغو نښتو کې له ۴۰ زياتې د انرژۍ تاسيسات زيانمن شوي چې دا چاره د تېلو د عرضې د امنيت اندېښنې زياتې کړې دي. هغه د هرمز تنګي پرانيستل د انرژۍ په بازار کې د تاوتريخوالي د کمولو يوه لار بللې؛ تنګی چې د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې، سره له دې هڅو چې د تېلو د بيې د زياتوالي مخه ونيول شي، د خام تېلو بيه د يو ډالر په زياتوالي سره هر بېرل له ۱۱۳ ډالرو واوښته چې دا له ۲۰۲۲ کال د جولای له مياشتې راهيسې تر ټولو لوړه کچه ده.

رپوټونه زياتوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ سياسي تاوتريخوالی هم د اندېښنو د ډېرېدو سبب شوی دی. د ايران چارواکو د ځينو دښمنانه کړنو د دوام په اړه خبرداری ورکړی، او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، که د هرمز تنګی وتړل شي، د ايران د انرژۍ تاسيسات به په نښه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button