ټولنه‌یزمهم خبرونه

د سره صلیب نړیواله کمیټه: د افغانستان بشري بحران لا هم ژور دی

د نړیوالې سره صلیب کمیټې په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې افغانستان لا هم د نړۍ له سختو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي او میلیونونه کسان د ژوند د دوام لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د رپوټ پر بنسټ، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه وګړي، چې د هېواد له نیمایي زیات نفوس جوړوي، د اوږدمهالو وسله‌والو شخړو، اقتصادي ستونزو، طبیعي افتونو او د اقلیم د بدلون له اغېزو له امله بشري مرستو ته اړ شوي دي.

په رپوټ کې زیاته شوې چې د عاید فرصتونو کمښت، پراخه بې‌روزګاري او د روغتیایي خدمتونو محدود لاسرسی د ډېرو کورنیو ژوند د بقا تر پولې رسولي او د خلکو پر ورځني ژوند یې فشارونه زیات کړي دي.

یادې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې د دغو حالاتو دوام، د طالبانو د ادارې د ناتوانۍ ترڅنګ په بنسټیزو خدمتونو او دایمي اقتصادي فرصتونو د برابرولو کې، کولی شي بشري بحران لا ژور او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اړتیا کچه نوره هم لوړه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button