سياستمهم خبرونه

هنټر بايډن د مهاجرتي تګلارو او د امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو څرنګوالي انتقاد وکړ

هنټر بايډن، د پخواني امريکايي ولسمشر جو بايډن زوی، د خپل پلار د ولسمشرۍ د مودې پر ځينو تګلارو نيوکه کړې ده او ويلي یې دي چې د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير له افغانستان څخه کولای شوی وای په منظم او ښه ډول مديريت شوی وای. نوموړي ټينګار کړی چې امريکا يو پياوړي مهاجرتي نظام ته اړتيا لري، خو ناقانونه کډوالي بايد قبول نه شي.

هغه دا څرګندونې د «شان رايان» پودکاسټ ته په يوه مرکه کې کړې دي او زياته يې کړې چې که څه هم ممکنه ده د پوځي جنرالانو رول د ځواکونو د وتلو په بهير کې تر پوښتنې لاندې ونيول شي، خو د داسې پرېکړو وروستۍ مسؤليت د ولسمشر پر غاړه وي. د هنټر بايډن په وينا، جو بايډن په دې مسؤليت بشپړه پوهه لرله.

امريکايي ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه ووتل؛ يو بهير چې له پراخې ګډوډۍ سره مل و. د وتلو پر مهال په کابل هوايي ډګر کې يوه چاودنه وشوه چې ۱۳ امريکايي سرتېري او له ۱۵۰ زيات افغان وګړي یې ووژل؛ يو رويداد چې د ډېرو ناظرو په باور، د وتلو د بهير د ناسم مديريت څرګند بېلګه وه.

هنټر بايډن ويلي چې پلار يې له دغو پېښو وروسته سخت خپه او له روحي اړخه اغېزمن شوی و. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د امريکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او يو شمېر جمهوري غوښتونکو هم د جو بايډن د واکمنۍ پر مهال د مهاجرتي تګلارو او له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي څو ځله نيوکې کړې وې.

په همدې مهال، يو شمېر شنونکو د ۲۰۲۱ کال د ځواکونو وتل «غيرمسؤلانه» بللي او زياته کړې چې د دې پرېکړې پايلې، لکه د امنيتي جوړښتونو چټکه سقوط او د طالبانو واک ته رسېدل، د افغانستان خلکو ته درنې تمامې شوې دي.

له دې سره سره، هنټر بايډن د خپل پلار له هغو پروګرامونو دفاع کړې چې د پخوانيو امريکايي سرتېرو د ملاتړ لپاره جوړ شوي وو، او ويلي يې دي چې دا طرحې د هغوی د ژوند د ښه والي او هوساينې لپاره عملي شوې وې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button