د انرژۍ کارپوه: د هرمز تنګي تړل کیدای شي د امریکا پور ۴۰ ټریلیونه ډالرو ته ورسوي

یو نړیوال د انرژۍ اقتصادپوه خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګي تړل دوام وکړي، د ۲۰۲۶ تر کال پورې د متحده ایالاتو بدهی ۴۰.۸ ټریلیونه ډالرو ته رسېدای شي او پر نړیوال اقتصاد به پراخ فشار وارد کړي.
د انرژۍ اقتصاد استاد، ممدوح سلامه، د «عربي۲۱» وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د نفتو د تګ راتګ دوامداره بندښت به د امریکا د بودیجې کسر په څرګند ډول لوړ کړي. د هغه په وینا، په دې حالت کې فدرالي حکومت ښایي د کسر د جبران لپاره د ډالرو د چاپ پراختیا ته مخه کړي، چې دا کار به مالي انفلاسیون زیات کړي او اغېزې به یې د امریکا له پولو هاخوا احساس شي.
سلامه ټینګار کړی چې سره له دې چې امریکا د نړۍ تر ټولو لوی د نفتو تولیدوونکی هېواد دی، خو که د هرمز تنګي تړل دوام وکړي، دا هېواد به له زیان منونکو لوبغاړو څخه وي. هغه ویلي چې د امریکا ورځني شاوخوا اته میلیونه بېرلو نفتو واردات دا هېواد نهشي کولای له نړیوالو بیو د لوړېدو څخه ځان بېاغېزه وساتي.
دغه کارپوه ویلي، ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، مخکې پر اوپک پلس فشار راوړی و څو د تولید زیاتولو له لارې د هر بېرل د تېلو بیه د ۴۹ تر ۶۰ ډالرو ترمنځ وساتي، خو د ده په وینا، اوس بیې نږدې دوه تر دوه نیم برابره لوړې شوې دي.
سلامه زیاته کړې، که امریکا د هرمز تنګي د پوځي پرانیستلو توان درلود، نو په پیل کې به یې اقدام کړی وای، خو د هغه په باور، د جګړو بېړیو لهخوا د نفتکشونو بدرګه کول کولای شي دا کښتۍ د ایران د توغندیو د بریدونو له خطر سره مخ کړي.
هغه خبرداری ورکړی چې د روان وضعیت دوام به د نړۍ اقتصادي وده د رکود له ګواښ سره مخ کړي. د صنعتي تولید لګښتونو زیاتوالی، د خوړو د بیو لوړوالی، او د وارداتي توکو ګراني به د هغه په وینا پر نړیوال اقتصاد ناوړه اغېزه وکړي.
د ده په خبره، که د هرمز تنګي تړل دوه میاشتې دوام وکړي، اقتصادي زیانونه ښایي شاوخوا پنځه ټریلیونه ډالرو ته ورسېږي. لوی نفت مصرفوونکي هېوادونه به اړ شي خپل ستراتیژیک زېرمتونونه خوشې کړي؛ داسې اقدام چې که څه هم ښایي د بیو په راکمېدو محدود اغېز ولري، خو د دغو هېوادونو د انرژۍ خوندیتوب به د نړیوالو کړکېچونو په شرایطو کې کمزوری کړي.




