ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

فائو: افغان ښځو ته باید خوندي ډیجیټلي چاپېریال برابر شي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (فائو) وايي، د افغانستان ښځو ته خوندي ډیجیټلي فضا نشته، چې دا چاره د دوی د کرنې په سکتور کې د فعال حضور او اغېزمن رول مخه نیسي.

فائو په خپل یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په انلاین فضا کې د تاوتریخوالي او آزار له امله ګڼ شمېر افغان ښځې د زده‌کړو، بازارموندنې او اقتصادي فرصتونو له ګټې اخیستنې بې برخې پاتې شوې دي.

اعلامیه کې راغلي، چې د خوندي انلاین چاپېریال رامنځته کول د کورنیو معیشت د پیاوړتیا او د ښځو مؤثر ګډون لپاره په کرنه او د افغانستان اقتصاد کې، یو مهم شرط دی. د یادې ادارې په وینا، ډیجیټلي امنیت ښځو ته دا زمینه برابروي، چې خپل مهارتونه زیات کړي او په ډاډ سره د کرنې او کاروبار په برخه کې کار او فعالیت وکړي.

فائو ټینګار کړی، چې د ښځو حضور د یو با ثباته او مقاوم خوړو سیستم د رامنځته کولو لپاره اړین دی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا پر ښځو پراخ محدودیتونه لګول شوي، چې له امله یې د تعلیمي وسایلو او انلاین فضا ته د دوی لاسرسی تر بل هر وخت محدود شوی دی.

د کرنې برخې کارپوهان خبرداری ورکوي، چې که د طالبانو له خوا جدي ملاتړ و نه شي او د ښځو پر عامه حضور فشارونه دوام ومومي، نو د هېواد د خوراکي سیستم په برخه کې به د پراخ شاتګ خطر لا زیات شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button