مهم خبرونهنړیوال

په حمص ښار کې د امام علي جومات چاودنه؛ لږ تر لږه اته کسان وژل شوي

د سوريې ځايي سرچينو ویلي چې پرون د جمعې د لمانځه پر مهال، د حمص ښار په امام علي (ع) جومات کې يوه چاودنه رامنځته شوې ده. د لومړنيو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، خو د تلفاتو شمېر په بېلابېلو سرچينو کې متفاوت ښودل شوی دی.

د دغو سرچينو په وينا، چاودنه د حمص ښار د وادي الذهب په سيمه کې شوې، چې يو ګڼ‌نفوسه ځای ګڼل کېږي او د جمعې د لمانځه پر مهال د سيمې د اوسېدونکو د زياتې ګڼه ګوڼه شاهد و. د سوريې الاخباريه شبکې راپور ورکړی چې چاودېدونکي توکي په جومات کې په هغه کونج کې ځای پر ځای شوي وو چې زياتره لمونځ‌کوونکي هلته راټول شوي وو.

تر پېښې وروسته، د سوريې د حاکمې ادارې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي، چاپېره سيمه يې کلابنده کړې او تګ راتګ یې موقتي بند کړی دی. لومړنۍ څېړنې هم ښيي چې چاودنه د جومات دننه د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د حمص ښار د امام علي جومات چاودنه غندلې او دا يې د ملکي وګړو پر وړاندې يو تاوتريخ عمل بللی دی. په يادې اعلاميې کې د لسګونو کسانو د وژلو او ټپي کېدو يادونه شوې او له قربانيانو سره د خواخوږۍ څرګندونه شوې ده.

دغه راز د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سوريې له دولت او خلکو سره د يووالي خبرې کړې او ټپيانو ته د ملاتړ ژمنه يې کړې ده. د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند هم په يوه جلا اعلاميه کې دا بريد غندلی او له قربانيانو سره يې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

د عراق د ملي حکمت جريان مشر، عمار حکيم، له ټولو سوري اتباعو د امنيت د تأمين غوښتنه کړې ده، پرته له دې چې د مذهبي او طایفوي تړاوونو پر بنسټ توپير وشي. همدارنګه د مصر الازهر په يوه بېله اعلاميه کې دا چاودنه د ملکي وګړو پر وړاندې يو تاوتريخ عمل بللی او د سوريې د خلکو د يووالي پر اهميت یې ټينګار کړی دی.

د نړيوالو خبري اژانسونو د راپور له مخې، هغه ډله چې ځان “سرایا انصارالسنه” بولي، د دې چاودنې مسئوليت منلی او د سوريې پر مذهبي لږکيو د نورو بريدونو ګواښ يې کړی دی. له بلې خوا، د سوريې د حاکمې ادارې يوه چارواکي داعش د دې پېښې مسئول بللی، چې دا موضوع د بريد کوونکو د پېژندنې او د سوريې د ملکي وګړو د امنيت د تأمين جدي ننګونې په ګوته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button