د ملا هبتالله نوی کتاب د اهل سنت عقیدې په اړه خپور شو

د طالبانو د ادارې ویاند اعلان کړی چې د دغه ادارې مشر ملا هبتالله اخندزاده لیکلی کتاب د «عقیده اهل سنت و جماعت» په نوم چاپ او خپور شوی دی. د ده په وینا، دا اثر په پښتو ژبه خپور شوی او ټاکل شوې ده چې په دري، ازبکي، ترکمني او نورو عامو ژبو هم ژباړل او وویشل شي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دې کتاب کې پر هغه څه ټینګار شوی چې «سمه عقیده» او د شریعت له مخې عمل بلل شوی دی. د طالبانو اداره وايي چې دا اثر د استادانو، زدهکوونکو او ټولو لوستونکو لپاره د دیني باورونو په برخه کې د لارښود منبع په توګه تیار شوی دی.
دغه کتاب په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو اداره په تېرو څلورو کلونو کې د درسي نصابونو د بیا تعریف او د ښوونې او روزنې د لوري ټاکلو په برخه کې پراخه هڅې کړې دي، څو د شریعت له خپلې تفسیرنې مخې تعلیمي نظام تنظیم کړي. منتقدان بیا په وار وار خبرداری ورکړی چې د دیني برداشتونو یو شان کول او د فکري تنوع محدودول کولای شي د بېلابېلو نظرونو د حذف او د علمي فضا د کمزورۍ لامل شي.
د طالبانو د ادارې د متمرکز تصمیم نیونې له جوړښت سره سم، د داسې اثارو خپرېدل کولای شي د دیني مدارسو د درسي محتوا او ان د ځینو نورو تعلیمي بنسټونو پر نصاب اغېز وکړي. یو شمېر آګاهان وايي چې دا موضوع لا ډېرو وضاحتونو او د بېلابېلو لیدلورو لرونکو دیني عالمانو د پراخې ونډې ته اړتیا لري.




