مهم خبرونهنړیوال

د حزب‌الله او عراقي مقاومت وروستي بريدونه پر اسرائيل او د امريکا پر اډو

د سيمې د وروستيو پوځي تاوتريخوالو په دوام کې، د لبنان حزب‌الله او د عراق اسلامي مقاومت اعلان کړی چې په تېرو دوو ورځو کې يې د اسرائيلو پر اهدافو او د امريکا پر پوځي اډو لسګونه توغنديز او ډرون بريدونه ترسره کړي دي. د خپرو شويو اعلاميو او د سيمه‌ييزو رسنيو د راپورونو له مخې، دا بريدونه د اسرائيل په شمال او مرکزي سيمو کې پر يو شمېر پوځي او ستراتيژيکو مرکزونو ترسره شوي دي.

د حزب‌الله ډلې ويلي، د خپلو نويو عملياتو په لړ کې يې د «ګليلوت» اډه د تل‌ابيبو له څنډې او د «بېت ليد» اډه – چې د اسرائيل د پوځ د ځينو قطعاتو د روزنې ځای بلل شوی – د دقيقو توغنديو په وسيله نښه کړې ده. همدارنګه راپورونه وايي چې د «رافائل» پوځي صنعت کمپلېکس په شمالي حيفا، د «استلا ماریس» سمندري اډه، او د «يعرا» پوځي مرکز هم د ډرون بريدونو هدف ګرځېدلي دي.

اسرائيلي رسنيو خبر ورکړی چې د دې هېواد په مرکزي سيمو کې د څو چاودنو غږونه اورېدلي شوي دي. د اسرائيل د ۱۲م تلويزيوني شبکې د راپور له مخې، ځينې له دغو چاودنو وروسته هغه مهال رامنځته شوې چې د جنوبي لبنان له لوري توغول شوي توغندي په پرتو سيمو کې لګېدلي وو.

په عين وخت کې، د شمالي مېشتو ښارګوټو او د جولان په بېلابېلو سيمو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي. اسرائيلي سرچينو ويلي چې دا حالت وروسته له هغه رامنځته شو کله چې د دې هېواد د شمالي فضا په حريم کې ډرونونه معلوم شول.

حزب‌الله په يوه بله جلا اعلاميه کې ويلي چې يوازې په يوه ورځ يې ۳۳ توغنديز او ډرون بريدونه پر اسرائيلي پوځي اهدافو ترسره کړي دي. دې ډلې ټينګار وکړ چې دا عمليات يې د اسرائيل له خوا د لبنان پرله‌پسې بريدونو ته د غبرګون په توګه ترسره کړي دي.

په همدې حال کې، د عراق اسلامي مقاومت هم په تازه اعلاميه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې پر د امريکا پر پوځي اډو او د سيمې پر اهدافو د اوو بريدونو زمه واري منلې ده. دا ګروپ د احتمالي تلفاتو يا مالي زيانونو په اړه جزئيات نه دي وړاندې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button