ټولنه‌یزمهم خبرونه

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې مشرانو د طالبانو د چاپېریال ساتنې له چارواکي سره ولیدل

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې دوه لوړپوړي چارواکي پرون د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي چاپېریال ساتنې ادارې له مشر مطیع‌الحق خالص سره ولیدل او د اقلیم د بدلونونو پر اغېزو افغانستان ته خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، شوکو نودا چې د UNDP د بحران د برخې مرستیاله ده، او استفن رودریگز چې په افغانستان کې د دې ادارې استازی دی، د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او پر عاجلې نړیوالې پاملرنې یې ټینګار وکړ.

د UNDP استازو وویل چې افغانستان د چاپېریالي بحران له جدي بشري ستونزو سره مخ کړی دی او ژمنه یې وکړه چې د خلکو اندېښنې او غوښتنې به نړیوالې ټولنې ته ورسوي. همدارنګه، دوی د هغو چاپېریالي پروژو د بیا ارزونې اړتیا یاده کړه چې درول شوې دي.

مطیع‌الحق خالص په دې غونډه کې غوښتنه وکړه چې د چاپېریال اړوند برخې دې له سیاسي مسایلو جلا وساتل شي او ویې ویل چې له افغانانو سره تبعیضي چلند نه منل کېږي. نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان باید د چاپېریال اړوند نړیوالو مالي سرچینو ته د لاسرسي حق ولري.

سره له دې چې افغانستان د وچکالۍ، د اوبو د زیرمو کمښت او د خاورې د فرسایش په ګډون له جدي اقلیمي ستونزو ځوریږي، خو د طالبانو د حکومت نه مشروعیت او تړلي سیاستونه د دې لامل شوي چې ډېر نړیوال چاپېریالي پروګرامونه او مرستې درولې یا ځنډول شوې وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button