حزبالله د جنوبي لبنان په پوله له اسرائيلي ځواکونو سره د نښتې خبر ورکړ

د لبنان حزبالله ويلي چې د دې ډلې جنګياليو د شنبې سهار د جنوبي لبنان په پوله له اسرائيلي ځواکونو سره نښته کړې او د هغوی د پرمختګ مخه یې نيولې ده. دغه ډله همدارنګه ويلي چې پر اسرائيلي پوځي اهدافو يې څو توغنديز او بېپېلوټه الوتکو بريدونه ترسره کړي دي.
د حزبالله په يوه اعلاميه کې راغلي چې نښته د سهار نهو نيمو بجو پر شاوخوا هغه مهال رامنځته شوه کله چې اسرائيلي ځواکونه غوښتل د الطباسین له سيمې څخه د الناقوره ښاروالۍ ودانۍ ته ننوځي. ددې ډلې په وينا، جنګياليو يې له اسرائيلي ځواکونو سره جګړه وکړه او د هغوی د پرمختګ مخه يې ونيوه.
حزبالله ادعا کړې چې د جګړې پر مهال یې اسرائيلي ځواکونو ته “درانه تلفات” اړولي دي، خو تر اوسه خپلواکو سرچينو د تلفاتو يا احتمالي زيانونو په اړه جزييات نهدي خپاره کړي.
دغه ډله زياتوي چې د فیلون پوځي اډه يې په توغنديز بريد کې هدف ګرځولې او د اسرائيلي ځواکونو د راټولېدو مرکزونه يې په الخيام او ځينو نورو سيمو کې هم په نښه کړي دي.
د حزبالله په وينا، له دې پېښې څو ساعته مخکې د صفد ښار په شمال ختيځ کې د «ایلیت» پوځي اډه د درندو توغنديو په بریدونو کې هدف ګرځېدلې وه. همدارنګه په هغه عملياتو کې چې د حزبالله لهخوا «دقيق» بلل شوی، يو چاودېدونکی ډرون د اسرائيلو سمندري پوځ رادار په ساحلي اډه «رأس الناقوره» کې په مستقيم ډول وواهه.
اسرائيلي چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی. په وروستيو مياشتو کې د جنوبي لبنان په پوله نښتې زياتې شوې دي چې د سيمې د لا زياتې کړکېچنې وضعې په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.




