کلتور او هنرمهم خبرونه

د ښځو د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون په هرات کې جوړ شو

په هرات ښار کې د ښځو او نجونو د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې بېلابېل لاسي توکي او هنري اثار د معرفۍ او بازارموندنې لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دې نندارتون تنظيموونکې سوسن کاظمي وويل، چې په دې پروګرام کې د افغانستان قالينونه، ګليمونه، نمد، مينياتوري اثار، انځورګري، وړې خټينې صنايع، لېزري کيندنې او منبت‌کارۍ اثار نندارې ته ايښوول شوي دي.

د نندارتون د ترسره کوونکو په وينا، د دې پروګرام اصلي هدف د ښځو او نجونو د لاسي صنايعو او هنري ابتکاراتو معرفي او ترويج دی، څو دوی وکولای شي د لا پراخو بازارونو ته لاسرسی ومومي. دا موضوع په داسې حال کې مهمه شوې چې د طالبانو د ادارې تر سيوري لاندې د ښځو پر ټولنيزو او اقتصادي فعاليتونو محدوديتونه زيات شوي دي.

يو شمېر ګډونوالې ټينګار کوي، چې د هنر له لارې غواړي د هېواد کلتور، تاريخ او هويت وساتي او هغه نړيوالې ټولنې ته ور وښيي. د دوی په وينا، دا ډول نندارتونونه د دې فرصت برابروي، چې د افغان ښځو لاسته راوړنې د هېواد له پولو هاخوا هم وپېژندل شي.

ځينو نورو ګډونوالو دا پروګرام د هنر او نړۍ تر منځ د يوې اړيکې پُل بللی او زياته کړې چې د خلکو او بنسټونو ملاتړ د لاسي صنايعو او کورنيو توليداتو د ودې لپاره بنسټيز رول لري.

دغه نندارتون په داسې حال کې تر سره کېږي، چې په تېرو څو کلونو کې، د ننګونو او محدوديتونو سره سره، په هرات کې د ښځو اقتصادي فعاليتونه زيات شوي دي. د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو د خونې د معلوماتو له مخې، په تېرو نږدې درې کلونو کې له زرو ډېرې ښځې او نجونې اقتصادي فعاليتونه پيل کړي دي، چې د زرګونو نورو کسانو لپاره يې د کار زمينه هم برابره کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button