اقتصاد

په هرات کې د ښځو له خوا د آش د تولید کارګاه پرانستل شوه

په هرات ولایت کې یوه کورنۍ د آش د تولید کارګاه په جوړولو سره، ځان او لږ تر لږه لسو نورو ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د دې کارګاه مسؤلین وایي چې د دوی فعالیتونه په منظم ډول روان دي او د دوی محصولات د بازار له تود هرکلي سره مخ دي.

د مسؤلینو په وینا، په دې کارګاه کې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ کیلو ګرامه اوړه په آش بدلېږي. هغوی زیاتوي چې د خپلو تولیداتو لپاره مناسب بازار لري او توانېدلي دي چې د پیرودونکو په منځ کې یو ثابت ځای پیدا کړي.

په عین حال کې، د لوېدیځې حوزې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان کړی چې هڅه کوي سوداګرو ښځو ته له کورنیو او بهرنیو بازارونو سره د نښلېدو زمینه برابره کړي. د دغه بنسټ مسؤلین وایي چې د کوچنیو اقتصادي نوښتونو ملاتړ کولای شي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button