سياستمهم خبرونه

د طالبانو د هرات والي د فاسدو کارکوونکو د اعدام د حکم ګواښ کړی

د طالبانو له لوري ټاکل شوی د هرات والي، نوراحمد اسلام‌جار، په تند بیانونو کې ویلي چې که د اداري فساد په تور کارکوونکي وپېژندل شي، دی د هغوی د اعدام حکم ورکولو ته چمتو دی.

د هرات د والي مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ (۱۸ دلو) د هغه د وینا یوه برخه خپره کړې چې اسلام‌جار پکې د اداري فساد پر وړاندې د خپل دریځ په اړه خبرې کړې دي. نوموړی ادعا کوي چې فاسد چارواکي د تښتوونکو په کچه بولي او چلند ورسره د خپل «حق» په توګه ګڼي.

اسلام‌جار په دغه وینا کې ویلي: «زه مفسد اداري د اختطافګر په څېر وینم، او که د هغه مرګ روا وي، طالب ته وایم چې هغه ووژني.» دغه څرګندونې داسې لیدل کېږي چې سختې او له قانون پورته سزاګانې توجیه کوي.

خو د طالبانو والي په هرات کې زیاتوي چې هغه څه چې دی ورته «قانون» وایي، دا مهال د دې ډول حکمونو د پلي کولو مخه نیسي؛ او که نه وای، دی به د وژنې حکم صادر کړی وای. دا څرګندونې د شفافو حقوقي میکانیزمونو او د عادلانه محاکمې د ضمانت د نشتوالي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

دا دریځ په داسې حال کې مطرح کېږي چې خپله د طالبانو اداره په پراخه توګه د دولتي ادارو او د کانونو د پروژو په مدیریت کې د فساد په تورونو تورنه شوې ده؛ دا هغه تورونه دي چې څو ځله د څارونکو بنسټونو او رسنیزو راپورونو له خوا مطرح شوي، خو تر اوسه یې څرګنده ځواب‌ګويي نه ده شوې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button