ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

د هرات د ښار د کثافاتو زیاتوالی د باشندګانو اندېښنه راپارولې ده

د هرات ښار اوسېدونکي وایي چې د ښار په یو شمېر سیمو کې د کثافاتو ډېرښت په یوه جدي ستونزه بدل شوی، او که دا بهیر دوام وکړي، د خلکو عامه روغتیا به له ګواښ سره مخ کړي. هغوی له مسوولو ادارو غواړي چې د کثافاتو منظم راټولول او د کثافت‌دانیو نصب د عاجلې لومړیتوب په توګه وټاکي.

د اوسېدونکو په وینا، د کوڅو او ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د کثافاتو انباشته کېدل نه یوازې د ښار ظاهري بڼه ګډوډه کړې، بلکې د ناروغیو د خپرېدو زمینه یې هم برابره کړې ده. هغوی ټینګار کوي چې د مسوولو ادارو دوامداره بې‌پروایي کولای شي جدي روغتیایي پایلې ولري.

د چاپېریال ساتنې کارپوهان هم د کثافاتو د زیاتېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکوي. جاسم اسلمي، چې په هرات کې د چاپېریال ساتنې کارپوه دی، وایي چې کورني او عامه کثافات باید په منظم ډول مدیریت شي، کنه د چاپېریال ککړتیا، تنفسي ناروغۍ او نورې روغتیایي ستونزې به ډېرې شي. د ده په باور، بې‌نظمې او ناپیودې کړنې پرته له یو واحد پلان څخه اغېزمنه نتیجه نه شي ورکولی.

په همدې حال کې، د هرات ښاروالۍ مسؤلان وایي چې د ښار د پاکوالي چارې روانې دي. د دې ادارې ویاند ناصر ارمَل ویلي، شاوخوا ۴۵۰ د تنظیف کار کوونکي په دوو شفټونو کې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې فعالیت لري او هره ورځ نېږدې ۸۰۰ متر مکعب کثافات راټولوي او له ښاره یې وباسي.

د هغه په وینا، تر اوسه په ښار کې په ۴۰ ځایونو کې لویې کثافت‌دانۍ نصبول شوې او دغه لړۍ روانه ده. همداراز، ټاکل شوې ده چې د ګڼه ګوڼې په سیمو کې د کثافاتو د انباشته کېدو د مخنیوي لپاره کوچنۍ کثافت‌دانۍ هم نصب شي. د ښاروالۍ مسؤلان زیاتوي چې د دې ادارې تر څنګ ۳۵ خصوصي شرکتونه هم د کثافاتو په راټولولو او لېږد کې برخه لري.

سره له دې ټولو، اوسېدونکي او کارپوهان ټینګار کوي چې د کثافاتو اغېزمن مدیریت د طالبانو تر ادارې لاندې د مسوولو ادارو ترمنځ جدي همغږي او د خلکو دوامداره همکارۍ ته اړتیا لري؛ که نه نو اوسني هڅې به د یوه ګڼ مېشت ښار لکه هرات اړتیاوې پوره نه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button