په هرات کې د باراني اوبو د کنټرول لپاره له ۸۱ زرو ډېرې جذبي څاګانې جوړې شوي

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست اعلان کړی چې د باراني اوبو د مدیریت او د وچکالۍ د پایلو د راکمولو لپاره یې په ښار او ولسوالیو کې له ۸۱ زرو ډېرې جذبي څاګانې، حفر چقري او چکدمونه جوړ کړي دي.
د دې ریاست د کرنیزو چارو مدیر، بشیر احمد احمدي، ویلي چې د روان کال د لومړۍ بارانۍ پر مهال، په تېرو دوو ورځو کې د باران اندازه په هرات ښار کې ۳۵ میلیمتره او په ځینو ولسوالیو کې تر ۸۶ میلیمتره رسېدلې؛ هغه رقم چې د ده په وینا، د زراعت د فصل د پیل لپاره هیله بښوونکی ګڼل کېږي.
احمدي وایي، دا پر وخت بارانونه کولای شي د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي او د بزګرانو د معیشتي حالت په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د هرات ډېر اوسېدونکي په کرنه متکي دي.
د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین ټینګار کوي، چې د جذبي څاګانو او چکدمونو کیندل د ښار او ولسوالیو په کچه د سطحي اوبو د زیرمه کولو، د ځمکنيو اوبو د منابعو د پیاوړي کولو او د وچکالۍ د اغېزو د کمي لپاره یو بنسټیز اقدام ګڼل کېږي.




