ټولنه‌یزمهم خبرونه

په هرات کې له ۲۰۰ زيات بنديان د تعليمي او فني پروګرامونو نه فارغ شول

د هرات د مرکزي زندان مسؤلين وايي چې له ۲۰۰ زيات بنديان د قرآن کريم د حفظ، ديني زده‌کړو، سوادآموزۍ او فني او مسلکي کورسونو نه فارغ شوي دي. د دوی په وينا، دغه پروګرامونه د بنديانو د کاري مهارتونو د لوړولو او له رهاي وروسته د جنايت د بيا تکرار د مخنيوي په موخه ترسره شوي دي.

قاري سيف الامر وزيري، د هرات د زندان د تعليم او تربيې رئيس، وويل چې فارغانو د قرائت او حفظ قرآن صنفونو، د سوادآموزۍ کورسونو او د بېلابېلو مسلکي زده‌کړو په برخو کې ګډون کړی دی. هغه زياته کړه چې د ښځو او سړيو لپاره جلا صنفونه د مسلکي استادانو په شتون سره جوړ شوي دي، څو بنديان د ديني زده‌کړو تر څنګ عملي مهارتونه هم زده کړي.

د دغه چارواکي په وينا، دا مهال په هرات زندان کې ۱۲ د فني او مسلکي زده‌کړو برخې فعالې دي او بنديان کولای شي په بېلابېلو برخو کې مهارتونه ترلاسه کړي. خو لا تر اوسه څرګنده شمېره نه ده خپره شوې چې څومره بنديان دغو پروګرامونو ته لاسرسی لري او څومره يې تر پوښښ لاندې راغلي دي.

همدارنګه د بنديانو د رهاي وروسته د ملاتړ څرنګوالي او د هغوی لپاره د کار د زمينو برابرولو په اړه کوم مشخص معلومات نه دي وړاندې شوي. د ټولنيزو چارو کارپوهان ټينګار کوي چې د بنديانو زده‌کړې هغه وخت دوامدارې پايلې لرلی شي چې له رهاي وروسته د ملاتړ له پروګرامونو او د طالبانو د ادارې او اړوندو بنسټونو له شفافو پاليسيو سره يوځای شي، په بل صورت کې د دوی د بيا جرم کولو خطر لا هم پر ځای پاتې کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button