امنیت او پېښېمهم خبرونه

په هرات کې نږدې ۵۰۰ د پولیسو سرتېري فارغ شول

ځایي چارواکي په هرات ولایت کې وایي، نږدې پنځه سوه د پولیسو سرتېري له پوځي او مسلکي زده کړو وروسته د دې ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شوي او ټاکل شوې چې د لوېدیځو پنځو ولایتونو د امنیت د تامین لپاره واستول شي.

د دې مرکز د مسوولینو په وینا، سرتېرو اړینې زده کړې د تلاشي پوستو، ګزمو، امنیتي وضعیتونو د مدیریت او جنایي پېښو د څېړنې په برخو کې ترلاسه کړې دي. هغوی ته همدارنګه د ترهګرۍ او تښتونې د مخنیوي، او د غونډو او مظاهرو د مدیریت په اړه هم روزنه ورکړل شوې ده.

احسان‌الله جاوید، د لوېدیځ زون د پولیسو د روزنیز مرکز یو ښوونکی، وایي چې دا دوره د عقیدوي زده کړو، عملیاتي همغږۍ، فزیکي چمتووالي، د وسلو د کارونې او د تلاشي پوستو د اړتیا وړ کړنلارو څخه جوړه وه.

دا د هرات د پولیسو د روزنیز مرکز پنځلسمه دوره ده چې په تېر نږدې څلور کلونو کې ترسره شوې ده. د دې مرکز د معلوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا لس زره د پولیسو سرتېري د ورته زده کړو له بشپړولو وروسته د هېواد لوېدیځو ولایتونو کې د امنیت تامین چارې پر مخ وړي.

په دې وخت کې څارونکي ټینګار کوي چې د امنیتي ځواکونو زیاتوالی هغه مهال د وضعیت د ښه‌والي لامل کېدای شي چې له روڼتیا، حساب ورکونې او د خلکو د حقونو له رعایت سره مل وي؛ هغه موضوع چې د طالبانو تر ادارې لاندې امنیتي بنسټونو په فعالیتونو کې تل له پوښتنو او اندېښنو سره مل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button