په هرات کې د پاشدان بند اوبه د زرګونو هکتاره ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې

د هرات ولایت د پاشدان بند زېرمه شوې اوبه پرون د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې. سیمهییزو چارواکو ویلي، دې اوبو د کرخ ولسوالۍ لور ته بهېدنه پیل کړې ده او په راتلونکو پړاوونو کې به د انجیل، پښتون زرغون او همدارنګه د هرات ښار شمالي برخو ته هم ورسېږي.
د چارواکو په وینا، د پاشدان بند د ۵۴ میلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او کولی شي دوه مېګاواټه برېښنا تولید کړي. همدارنګه اټکل شوی چې شاوخوا ۱۳ زره هکتاره کرنیزې ځمکې به د دې بند له اوبو ګټه واخلي؛ هغه موضوع چې که په مؤثره توګه اداره شي، د دې ولایت د بزګرانو پر ژوندانه به ښه اغېزه وکړي.
پاشدان بند د هېواد لوېدیځ زون یو له مهمو اوبیزو پروژو بلل کېږي. دغه بند تېر کال د طالبانو د واکمنۍ د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
خو یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې د اوبو عادلانه وېش، د سرچینو شفاف مدیریت او د لاندې سیمو د اوسېدونکو د اندېښنو رسېدنه د دې ډول پروژو له اساسي ننګونو څخه دي؛ هغه مسئلې چې دقیق څار او د چارواکو حساب ورکونې ته اړتیا لري.




