روغتيامهم خبرونه

په هرات کې له درې زرو ډېرو معیوبو کسانو نوم‌لیکنه شوې ده

د هرات ښار د سره صلیب ارتوپیدي مرکز ویلي، چې روان کال کې له درې زرو ډېر کسان له معلولیت سره په دغه مرکز کې ثبت شوي دي. د مرکز د ډاکټرانو په وینا، د ډېرو معلولیتونو لاملونه د تېرې جګړې پاتې ماینونه، ټرافیکي پېښې، یخنۍ او سوځېدنې دي.

د دغه مرکز مسوولینو څرګنده کړې چې اړمنو ناروغانو ته مصنوعي اندامونه او مالي مرستې برابرې شوې دي. بل لور ته، د ماینونو چاودنو او ټرافیکي پېښو دوامداره ستونزې د هرات اوسېدونکي او د بشري حقونو فعالان اندېښمن کړي دي. ډېری قربانیان وايي چې د مخنیوي ناکافي تدابیر او د خوندیتوب مقرراتو نه پلي کېدل د ټپونو او بدرنګه معیوبیتونو د ډېرېدو لامل شوي دي.

د عامې روغتیا او د معلولو کسانو د حقونو کارپوهان ټینګار کوي، چې د سره صلیب په څېر مرکزونو مرستې د دې کسانو د ژوند کیفیت ښه کولو لپاره مهمې دي. خو، سره له دې، دوی وایي چې د طالبانو اداره او نور اړوند ارګانونه باید د ماین پاکۍ، د عامه پوهاوي لوړولو او د صحی خدماتو پیاوړتیا په برخه کې مؤثر او دوامداره اقدامات ترسره کړي څو د هغو معلولیتونو مخه ونیول شي چې د مخنیوي وړ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button