امنیت او پېښېمهم خبرونه

د هرات په اوبه ولسوالۍ کې د کور د چت نړېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شول

د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په کبکان کلي کې د یوه استوګنیز کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي وایي، د مړو شویو کسانو په منځ کې دوه ماشومان چې درې او اووه کلن وو، هم شامل دي. د هغه په وینا، پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د کور ټول غړي دننه وو. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د باران اورښت د دې کور د چت د نړېدو اصلي لامل بلل شوی دی. په ډېرو کلیوالو سیمو کې د هرات کورونه له ابتدايي امکاناتو او بې له تخنیکي معیارونو جوړېږي چې په طبیعي پېښو کې خورا زیان منونکي دي. سره له دې، د طالبانو د ادارې له‌خوا د استوګنځایونو د وضعیت د ښه والي او د لرې پرتو سیمو د خلکو د زیان‌مننې د کمولو لپاره د مؤثرو پروګرامونو نشتوالی تل د نیوکو لاندې راغلی او دا ډول پېښې یو ځل بیا د استوګنیزو کورونو د خوندیتوب جدي اړتیا روښانه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button