مهم خبرونهنړیوال

د هرات–مشهد ترانسپورتي خدمتونه په منظم ډول دوام لري

د هرات ولایت د سړک ترانسپورت تنظیم ریاست وایي، د مسافرو د لا ډېرې اسانتیا لپاره د هرات او د ایران د اسلامي جمهوریت د مشهد ښار ترمنځ ترانسپورتي خدمتونه په منظم ډول روان دي.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال له ۴۰۰ زیات معیاري ټکسي او بسونه په دغه لاره فعالیت کوي چې د مسافرو د تګ راتګ په اسانه کولو کې مهم رول لري.

ځايي مسؤلین زیاتوي، د دغو خدماتو تنظیم نه یوازې د سفر ستونزې کمې کړې دي، بلکې د یادې لارې په اوږدو کې د ترانسپورتي همغږۍ د ښه والي سبب شوی او د دواړو خواوو ترمنځ تګ راتګ یې منظم کړی دی.

د هرات–مشهد لاره د افغانستان د اوسېدونکو لپاره د مهمو ترانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي او تل د شفاف مدیریت، معیاري خدمتونو او د مسافرو د اړتیاوو د پاملرنې غوښتنه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button