په هرات کې د ماشيني غاليو شل فابریکې فعالې دي

د هرات ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې دا مهال ۲۰ فابریکې د ماشيني غاليو او ګلیم د تولید په پارک صنعتي کې فعالیت لري او د هېواد د کورنیو بازارونو اړتیاوو پوره کولو کې مهم رول لري.
نصیر امین، د هرات د صنایع او معادن خونې رییس، ویلي چې شاوخوا ۴۵ سلنه د هېواد د بازار اړتیاوو ته غالۍ او ګلیم همدا فابریکې برابروي. د نوموړي په وینا، د راتلونکي کال لپاره د څو نویو شرکتونو د فعالیت له پیل سره به دا برخه ستر وده وکړي.
امین زیاتوي چې دا فابریکې د عصري ماشینونو په وسیله هره ورځ زرګونه متره مربع ماشيني غالۍ او ګلیم تولیدوي؛ هغه ظرفیت چې کولای شي د هرات موقف د دې صنعت د اصلي مرکز په توګه لا پياوړی کړي.
په ورته وخت کې، یو شمېر صنعتکاران وایي که د برېښنا کمښت، د خامو موادو وارداتي ستونزې او نورې تخنیکي ننګونې هوارې شي، د دغو فابریکو تولید به څو چنده لوړ شي.
همداراز، دا صنعت د تولید تر څنګ د هرات ولایت لسګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. کارګران وایي چې په دغو فابریکو کې دوامدار کار د دوی لپاره د راتلونکي لپاره نوی امید رامنځته کړی دی.
د هرات سیمهییز چارواکي هم ټینګار کوي چې د ماشيني غالۍ او ګلیم صنعت د افغانستان د اقتصاد یوه مهمه ستن ګرځېدلې ده. د والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، د شلو فعالو فابریکو شتون او د کورنیو بازارونو په ۴۵ سلنه برخه کې د هرات ونډه هغه لاملونه دي چې دا صنعت یې د ودي پر لور سوق کړی دی.
د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال په هرات ولایت کې ۱۴ شرکتونه د غالۍ او شپږ نور د ماشيني ګلیم په تولید بوخت دي.




