د هرات–خواف د اورګاډي پټلۍ دوهم پړاو کې د ځمکو د تاوان له پاره تر ۶۴ میلیونه افغانیو زیات ورکړل شول

د هرات ولایت سیمهییزو چارواکو ویلي چې د هرات–خواف د اورګاډي د پټلۍ د دوهم پړاو په لاره کې د ځمکو د استملاک له امله اغېزمنو خلکو ته د ځمکې د ملکیت د تاوان په توګه له ۶۴ میلیونو زیات افغانۍ ورکړل شوې دي.
د دغو چارواکو په وینا، دا ورکړې د یاد پروژې د دوهم پړاو څلورمې برخې پورې تړلې دي، او په دې بهیر کې په زندهجان، انجیل او گذره ولسوالیو کې ۱۵۲ کسان پېژندل شوي، چې له ډلې یې ۱۴۰ تنه ملکي کسان او د شخصي ځمکو مالکین دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دې برخې د ځمکو د تاوان ټولیز بودیجه ۶۸ میلیونه افغانۍ ټاکل شوې وه، چې تر اوسه له هغې څخه تر ۶۴ میلیونو زیاتې افغانۍ ۱۳۴ اغېزمنو کسانو ته ورکړل شوې دي.
چارواکي زیاتوي چې شپږ کسان لا تر اوسه خپل تاوان نه دی ترلاسه کړی، ځکه هغوی په ټاکل شوي وخت کې حاضر نه وو، او تمه ده چې د اداري پروسو له بشپړېدو وروسته به د دوی د تاوان ورکړې بهیر هم دوام ومومي.




