اقتصادمهم خبرونه

د هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ وروستی پړاو جوړېږي

د هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ وروستی پړاو چې د هرات ښار په سوېل کې د ګذرې ولسوالۍ صنعتي ښارګوټی له دې کرښې سره نښلوي، دا مهال تر جوړېدو لاندې دی. دا مهم پړاو چې د پروژې یوه حیاتي مرحله ګڼل کېږي، له ۵۴ میلیونه ډالرو ډېر لګښت لري او د سیمې د ترانزيتي فعالیتونو پراخېدو کې مهم رول لري.

د دې پروژې مسؤل تمیم رحیمي وایي، له ټول ۴۷.۳ کیلومتره ټاکل شوې لار څخه شاوخوا ۲۰ کیلومتره یې تر کار لاندې ده او کارونه د پلان له مخې پرمخ روان دي. د هغه په وینا، د عامه ګټو وزارت څلور کارکوونکي هره ورځ ساحې ته ورځي څو د کار کیفیت وارزوي او څارنه وکړي.

د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي د هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ پروژه یوه ملي او سیمه‌ییزه طرحه بولي او ټینګار کوي چې د ولایتي ادارې هڅې د طالبانو له مرکزي ادارو سره په همغږۍ دوام لري. هغه زیاتوي چې له دې پټلۍ سره به د لوېدیځ زون صادراتي او وارداتي وړتیاوې پراخې شي.

د کیفیت له پلوه، د عامه ګټو وزارت انجینران هره ورځ په ساحه کې شتون لري څو ساختماني مواد او عملي چارې وازمېيي. د علی باقري په وینا، چې له یادو انجینرانو څخه دی، کارونه تر جدي څارنې لاندې ترسره کېږي.

دا مهال سلګونه کسان په دې پروژه کې کار کوي. یو شمېر کارکوونکي وایي، په دې پروژه کې دندې موندل یې له ګاونډیو هېوادونو ته له کډوالۍ ژغورلي دي.

تر دې مخکې د هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ درې برخې، تر روزنک سټېشن پورې چې د غوریان ولسوالۍ پورې اړه لري، د ایران له لوري سرمایه‌گذاري او جوړې شوې وې. څلورمه برخه چې ۷۸ کیلومتره اوږدوالی لري، له روزنک سټېشنه تر ګذرې صنعتي ښارګوټي پورې د پای او نښلولو اصلي نقطه ده.

سره له دې چې دغه پروژه د افغانستان د ترانسپورت د بنسټونو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، خو د طالبانو د ادارې د رول او ګډون څرنګوالي شفاف نه‌والي د دې پروژې د اوږدمهالې څارنې او پلان جوړونې پر کیفیت پوښتنې راپورته کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button