له هرات څخه تاجیکستان ته د صنعتي ماشینونو د لومړۍ محمولې صادرات پيل شو

د هرات صنعتي ښارګوټي څخه تاجیکستان ته د آهک، جپسم او سمنټو فابریکو لپاره د لومړۍ محمولې صنعتي ماشینونو او دستګاوو صادرات ترسره شوي دي. د دغې محمولې ارزښت ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي او دا د یو لوی صادراتي تړون د پیل په توګه معرفي شوی دی.
د دې ماشینونو د صادرولو مسؤل او د «دژ فولاد» شرکت رئیس، معروف محمدي، ویلي چې محموله یو بشپړ پیکج دی چې پکې د لوګي تصفیې سیستم، مخکې له مخکې ګرمېدونکی تنور، د بالابر سیستم، د بیلت نوار نقاله، ډبرو ټوټه کوونکي ماشینونه، بشپړ سوړونکی پکیج او د موادو د زېرمه کولو سیلوګان شامل دي، چې دا ټول وسایل په پرزو ویشل شوي او تاجیکستان ته لیږل شوي دي.
د محمدي په وینا، د یادو صنعتي تجهیزاتو د ټول صادراتي تړون ارزښت یو میلیون او دوه سوه زره امریکایي ډالره دی او دا صادره شوې محموله د دغه تړون لومړۍ مرحله ګڼل کېږي.
په همدې حال کې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د دې صادراتو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د صنعتکارانو لپاره د پانګونې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د کورنیو تولیداتو د صادراتو ارزښت اوس نږدې دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي. هغه همدارنګه پر دې ټینګار وکړ چې د وارداتو او صادراتو ترمنځ باید توازن رامنځته شي، خو په اړه یې نور جزیات ورنه کړل.




