ټولنه‌یزمهم خبرونه

د درنو ورښتونو له امله د هرات لویې لارې تړلې شوې

د طالبانو د ادارې د هرات ولایتي چارواکو ویلي چې درنو ورښتونو د هرات–کندهار، هرات–اسلام‌قلعه، هرات–تورغندي او هرات–بادغیس پر لویو لارو د تګ راتګ بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د طالبانو د ادارې د هرات د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ، د وري په اتمه نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو لارو کې درنې ورښتونه دوام لري او له امله یې د موټرو ترافیکي بهیر ورو شوی او د تګ راتګ ستونزې رامنځته شوې دي.

په دغه خبرپاڼه کې له مسافرو غوښتنه شوې چې تر بلې خبرتیا پورې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او د خوندیتوب سپارښتنې په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ادارې د هوا پېژندنې ریاست پرون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د درنو ورښتونو احتمالي پېښې په اړه خبرداری ورکړی و او له وګړو یې غوښتي و چې اړینې احتیاطي چارې ترسره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button