ټولنه‌یزمهم خبرونه

په هرات کې د ۱۳۰ جوړو ګډ واده مراسیم ترسره شول

په هرات ولايت کې يوې خيريه ادارې د خپلو مالي امکاناتو په مرسته د ۱۳۰ جوړو ګډ واده مراسم ترسره کړل. د دغه بنسټ د مسؤلينو په وينا، دغه جوړې له څو کلونو راهيسې د اقتصادي ستونزو او د واده له لوړو لګښتونو له امله نه‌دې توانېدلې چې ګډ ژوند پيل کړي.

عبدالحق صديقي، چې د يادې ادارې له مسؤلينو څخه دی، وويل چې هغه دودونه او لوړې مصارف چې شرعي او قانوني بنسټ نه لري، د ډېرو ځوانانو لپاره د واده بهير ستونزمن کړی دی. نوموړي زياته کړه چې په وادهونو کې د تجمل غوښتنې دود نه يوازې د کورنيو اقتصادي بوج زيات کړی، بلکې يو شمېر ځوانان يې اړ کړي چې د کار د موندلو او د واده د لګښتونو د برابرولو لپاره له هېواده بهر ولاړ شي.

څو تنو زومانو چې په دې محفل کې يې ګډون کړی و، وويل چې د بې‌کارۍ او فقر له امله يې څو ځله ايران ته د مزدورۍ لپاره سفرونه کړي څو د مهر او نورو لګښتونو لپاره پيسې برابرې کړي. هغوی ټينګار وکړ چې د واده جامې اغوستل او د ګډ ژوند پيل په دې مراسمو کې ورته د اميد او خوښۍ بې‌سارې شېبې وې.

د واده د لګښتونو زياتوالی او د دوامدارو کاري فرصتونو نشتوالی، په ځانګړي ډول د طالبانو تر ادارې لاندې اوسنی حالت، د دې لامل شوی چې کاري مهاجرت د ځوانانو لپاره يو اجباري انتخاب وګرځي. د ټولنيزو چارو پوهان باور لري چې دا وضعيت جدي پاملرنې او د عملي حللارو جوړولو ته اړتيا لري، تر څو د ځوانانو ملاتړ وشي او اقتصادي فشارونه راکم شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button