له هرات څخه امریکا ته د ۵۰ ټنه مربو او ترشيو صادرات

په هرات کې د خوراکي صنعتونو په برخه کې یوه نوې بدلون رامنځته شوې، چې یوه تولیدي فابریکه توانېدلې ده لومړی ځل لپاره ۵۰ ټنه بیلابېل ډوله مربا او ترشي د صادراتو لپاره متحده ایالاتو ته واستوي. د دې شرکت مشر وايي، د دې صادراتي محمولې ارزښت ۳۰ زره امریکایي ډالر ته رسېږي.
یاده فابریکه ۸۰ تنه سیمه ییز اوسېدونکي په کار بوخت کړي دي او د صادراتي بازارونو د پراخولو پلانونه هم لري. د دغه شرکت مسئولین وايي چې راتلونکې میاشت به هم ځينې محمولې اروپايي هېوادونو ته صادرې شي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د صادراتو فرصتونه لا هم شدیداً محدود پاتې دي، په ځانګړې توګه د طالبانو د ادارې تر واکمنۍ لاندې ستونزمنو شرایطو کې.
بل لور ته، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی چې تېرو اته میاشتو کې د دې ولایت صادراتو ارزښت شااوخوا ۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی؛ چې دا شمېر د تېر کال پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي. دا د پام وړ صادراتي پرمختګ په داسې حال کې شوی چې اقتصادي محدودیتونه، د حکومت له لوري د دوامدار ملاتړ نشتون او اړینو زیربنایي امکاناتو نه شتون شته.
د هرات سیمه ییز مسئولین که څه هم ادعا کوي چې د ملي تولیداتو ملاتړ، صادراتو ته اسانتیاوې برابرول او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی زیاتول د دوی د کار له لومړیتوبونو دي، خو کارپوهان وايي چې د باوري ترانسپورتي زیربناوو د نشتون، واقعي ملاتړ او روښانه صادراتي پالیسۍ پرته، دا ډول لاسته راوړنې زیاتره د خصوصي سکتور او انفرادي هڅو نتیجه ده، نه د طالبانو د ادارې کومه لاسته راوړنه؛ ځکه چې د نړیوالې مشروعیت نشتوالی او اقتصادي فشارونه د یو باثباته اقتصادي پرمختګ خنډ ګرځېدلي دي.




