د هرات کروندګر د زراعتي محصولاتو د خرڅلاو له خراب بازار څخه شکایت کوي

یو شمیر د هرات ولایت کروندګر وایي، سره له دې چې د سږ کال زراعتي حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه وده کړې ده، خو د دغو محصولاتو د پلور بازار د قناعت وړ نه دی او دوی اړ دي چې خپلې حاصلاتې په ټیټه بیه وپلوري.
د کروندګرو په وینا، د موسمي حاصلاتو د ساتنې لپاره د معياري سړو خونو نشتوالی، د صادراتو او د بهرنیو بازارونو ته د انتقال وړتیا نه شتون، او د هرات د اوسېدونکو اقتصادي ستونزې د بازار د کمزوري کېدو اصلي لاملونه دي. دا ستونزې دا سبب شوې چې محصولات په لنډ وخت کې او د لږې بیې په بدل کې بازار ته وړاندې شي.
په انجيل ولسوالۍ کې کروندګر د منی د فصل له حاصلاتو، په ځانګړي ډول د زردکي له ښه زېرمې خوښ دي او وایي چې امسال یې ځمکې ډېرې حاصلاتې ورکړې دي، خو د سړو خونو او مناسب بازار نشتوالی دوی اړ کړي چې خپلې حاصلاتې په ټيټه بیه وپلوري.
په زندهجان ولسوالۍ کې هم یو کروندګر د هندوانو یوه برخه د بومي لارو چارو له مخې ساتلې ده څو د شپې یلدا په درشل کې یې بازار ته وړاندې کړي، خو هغه هم د بازار له وضعیت او د خلکو د پیرود توان څخه اندېښمن دی.
نور هراتي کروندګر وایي، د خلکو اقتصادي کمزوري، د معياري سړو خونو نشتوالی، د سرې لوړې بیې، د تخمونو د لوړ قیمت او د زراعتي اوبو محدود لاسرسی د دې برخې اساسي ننګونې دي. د دوی په وینا، د طالبانو اداره تر اوسه د دې ستونزو لپاره کومه دایمي او عملي حللاره نه ده وړاندې کړې.




