په هرات کې د جنايي جرمونو په تور ۸۸ کسان نیول شوي

د هرات د امنیې قوماندانۍ پولیسو په تېرو یوه میاشت کې د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۸۸ کسان د بیلابیلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي. چارواکي وایي، دغه کسان له تنظیم شوو باندونو سره په همکارۍ د هرات ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د غلاوو مرتکب شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې ۱۸ بیلابیل موټر او له څلورو میلیونو افغانیو څخه زیات نغدي پیسې چې له ولسي وګړو څخه غلا شوي وو، موندل شوي او خپل اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي. همداراز، د تېرو دوو ورځو په موده کې هم ۳.۹ میلیونه افغانۍ نغدي پیسې او څلور برقي موټر له نامعلومو کسانو څخه ترلاسه شوي او د قانوني مراحلو تر تېرېدو وروسته مالکانو ته وسپارل شول.
امنیتي شنونکي وایي، په لویو ښارونو کې د تنظیم شوو غلاګرو ډلو شتون د قانوني خلا او د طالبانو د ادارې له امله رامنځته شوې بېثباتۍ پایله ده. سره له دې چې لسګونه کسان نیول شوي، خو په هیواد کې د شفاف او حساب ورکونکي حقوقي نظام د نشتوالي له امله د جنايي جرمونو د ډېرېدو اندېښنې پر خپل ځای دي.
نیوکه کوونکي وایي چې د طالبانو اداره د دوامدار امنیت په تامین او د پولیسو د منابعو په سم مدیریت کې پاتې راغلې ده او دا ډول اقدامات یې یوازې نمایشي بڼه لري، نه دا چې د جرمونو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي. د خپلواکو عدلي او قضایي بنسټونو د نشتوالې له امله، نیول شوي کسانو برخلیک هم لا روښانه نه دی.




