امنیت او پېښېمهم خبرونه

په هرات کې ۵۵ تنه د جنايي جرمونو په شک نیول شوي

د هرات د امنیې قومانداني وايي چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د یاد ولایت امنیتي ځواکونو ۵۵ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور له ښاري سیمو او ولسوالیو څخه نیولي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د دې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا نیونې د امنیتي او کشفي ځواکونو له‌خوا د بېلابېلو کشفي او عملیاتو پر مهال تر سره شوې دي. سرچینه زیاتوي چې نیول شوي کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو تر څېړنو لاندې دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دغو کسانو ته د قتل، وسلوالو غلاوو، د موټرو او د سرو زرو د غلا، د ناقانونه وسلو د لېږد او د یو شمېر نورو جنايي جرمونو تورونه لګول شوي دي. خو د نیول شویو کسانو د هویت او قانوني وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي؛ داسې موضوع چې د عدلي او قضايي شفافیت په تړاو تل اندېښنې راولاړوي.

همداراز، د هرات د امنیې قومانداني ویاند غلام نبي نبي‌زاده ویلي چې د تېرې اوونۍ په جریان کې ۱۴ بېلابېل ډول وسایط او ۱۱ غلا شوي موبایلونه کشف او مالکانو ته سپارل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې نن هم څلور نور غلا شوي موټر د دولسمې امنیتي حوزې د کار کوونکو له خوا موندل شوي او ژر به یې خاوندانو ته وسپارل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button