امنیت او پېښېمهم خبرونه
په هرات کې د وسلوالو غلاوو په تور نهه کسان نیول شوي

د هرات امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې د دې ولایت د دولسمې امنیتي حوزې پولیسو په یو لړ کشفي عملیاتو کې نهه تنه د ښار د اوسېدونکو د موبایل تلیفونونو او وسایطو د غلا په تور نیولي دي.
د امنیه قوماندانۍ د رسنیو او عامه اړیکو آمر ویلي، دغه کسان د شنبې په ورځ نیول شوي او د عملیاتو پر مهال له دوی څخه یوه تخنچه هم ترلاسه شوې ده. چارواکي زیاتوي چې مظنونین دا مهال د څارنې لاندې دي.
امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې د قضیې له بشپړ تحقیق او د اسنادو له ترتیب وروسته، د دغو کسانو دوسیې عدلي او قضایي ادارو ته د قانوني مراحلو د څېړنې لپاره سپارل کېږي.
په وروستیو کلونو کې په هرات ښار کې د وسلوالو غلاوو زیاتوالی د اوسېدونکو تر منځ اندېښنې زیاتې کړې دي؛ هغه موضوع چې د طالبانو تر واک لاندې امنیتي بنسټونو د شفافیت، ځوابویلو او اغېزمنو اقدامونو اړتیا لا ډېره روښانه کوي.




