اقتصادمهم خبرونه

په هرات کې د لومړۍ المونیمي قوطۍ فابریکې او څو برېښنايي پروژو کار پیل شو

د طالبانو د ادارې د رئيس‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي چې ملا عبدالغني برادر، د دې ادارې اقتصادي مرستیال، د پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت صنعتي پارکونو کې د «پامیر» د المونیمي قوطیو د تولید فابریکې بنسټ کېښود او ورسره یې یو شمېر مهم د برېښنا د لېږد او وېش پروژې هم پیل کړې. رسمي معلومات ښيي چې د پامیر فابریکه به په افغانستان کې د المونیمي قوطیو د تولید لومړنی مرکز وي چې د ۱۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه جوړېږي. دا پروژه به د هرات د صنعتي ښارګوټي په ۱۶ جریبه ځمکه کې عملي کېږي. د چارواکو په وینا، له دې فابریکې سره به شاوخوا ۱۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او دا د کورنیو تولیداتو د زیاتولو او د وارداتو د کموالي په لور یو ګام بلل شوی دی؛ هغه ادعاوې چې د طالبانو د ادارې له لوري مخکې هم څو ځله تکرار شوې دي. د دې صنعتي پروژې تر څنګ، د رئيس‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي چې په هرات کې به ۹ سترې د برېښنا لېږد او وېش پروژې پیل یا بهره‌بردارۍ ته وسپارل شي. د دغو پروژو ټولیز ارزښت ۳ اعشاریه ۹۸ میلیارده افغانۍ اعلان شوی دی. دغه راز، د دې ادارې په وینا، څو ورځې وړاندې د جوزجان ولایت د قوش‌تپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې هم د نږدې دوو میلیاردو افغانیو په لګښت پیل شوې دي. که څه هم د طالبانو اداره دا پروژې د پانګونې د زیاتوالي او اقتصادي بسیا توب په لور د حرکت نښې ګڼي، خو منتقدان ټینګار کوي چې د شفافیت نشتوالی، پراخ سیاسي او اقتصادي محدودیتونه او د ټولنې د یوې لویې برخې، په ځانګړي ډول د ښځو، محرومول کولی شي د داسې موخو د پایدار تحقق خنډ وګرځي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button