ټولنه‌یزمهم خبرونه

په هرات کې د نجونو د زده کړو د ملاتړ دوولسوال فعالان له بند څخه خوشې شول

د طالبانو اداره د يکشنبې سهار قدوس خطيبي او فياض غوري، دوه مدني فعالان په هرات ولايت کې له بند څخه خوشې کړل. دغه دواړه يو ورځ مخکې د نجونو د ليسو د بياپرانېستلو د ملاتړ په تړاو د مطالبو د خپرولو له امله نيول شوي وو.

ځايي سرچينې وايي، د طالبانو د استخباراتو رياست د شنبې په سهار ياد دوه فعالان نيولي وو. د هغوی د نيول کېدو لامل دا ښوول شوی چې دوی په ټولنيزو شبکو کې د نجونو د زده کړو د حق په اړه پيغامونه خپاره کړي وو.

قدوس خطيبي، چې د هرات اوسېدونکی او د پوهنتون استاد دی، د جمعې په ورځ په خپله د فيسبوک پاڼه کې يوه ويډيو خپره کړې وه او له طالبانو يې غوښتي وو چې د افغانستان د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي. هغه په دغه پيغام کې د ښځو د زده کړو پر اهميت د هېواد د راتلونکې لپاره ټينګار کړی و.

فياض غوري هم په خپله د فيسبوک پاڼه کې ليکلي وو: «په دې هيله چې د دې خاورې د نجونو پر مخ د پوهې دروازې يو ځل بيا پرانيستل شي.» دا لنډ عبارت د استخباراتو له خوا د اعتراضي کړنې په توګه تعبير شوی و.

د طالبانو اداره نږدې پنځه کاله کېږي چې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي ساتلي او د ښځو پر زده کړو او کار لا زيات محدوديتونه لګولي دي. د مدني فعالانو نيول د نجونو د زده کړو د ملاتړ له امله د هېوادوالو او بشري حقونو د بنسټونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي او د بيان د ازادۍ د محدودېدو اندېښنې يې زياتې کړي دي.

په تېر دوه کلونو کې هم لږ تر لږه پنځه نور کسان د نجونو د زده کړو په برخه کې د فعاليت له امله د طالبانو له خوا نيول شوي او د څو اونيو لپاره بنديان پاتې شوي وو، يو اقدام چې منتقدان يې د د عدالت غوښتنې د غږونو د چوپولو هڅه بولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button