مهم خبرونهنړیوال

د ګزې د اوبو ککړتيا د هپاتيت A د خپرېدو لامل شوې ده

د فلسطين د هلال احمر د روغتيايي پروګرامونو مشر په غزه کې خبرداری ورکړی چې د هپاتيت A د ويروسي ناروغۍ خپرېدل د څښاک د اوبو د جدي ککړتيا څرګنده نښه ده؛ يو حالت چې د وروستۍ جګړې وروسته په يو جدي روغتيايي بحران اوښتی دی.

بشار مراد ويلي، په وروستيو نښتو کې شاوخوا ۸۰ سلنه د اوبو رسولو شبکه تخريب شوې ده او دا کار ډېری کورنۍ اړ کړې چې له انتقال شويو اوبو ګټه واخلي. د ده په وينا، لابراتواري څېړنې ښيي چې دغه اوبه له هغو ويروسونو او باکترياوو ډکې دي چې د هاضمې سيستم ناروغۍ رامنځته کوي.

هغه زياته کړه چې د غزې په بېلابېلو سيمو کې د هاضمې سيستم ساري ناروغۍ او انفلونزا مخ په زياتېدو دي؛ په تېره بيا د ماشومانو ترمنځ، چې د نفوسو له ډېرښت، سختې سړې هوا او چاپېريالي ککړتيا څخه زيات اغېزمنېږي.

د فلسطين د هلال احمر د روغتيايي پروګرامونو مشر دا هم ويلي چې دغه ادارې د وروستۍ بارانۍ څپې تر رسېدو مخکې، د زيانمنو قشرونو د ملاتړ او عاجلو مرستو د رسولو لپاره يو مخنيوی کوونکی پلان چمتو کړی و، خو د عمومي مرستو اندازه د غزې د زيانمن اوسېدونکو د واقعي اړتياوو پرتله ډېره کمه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button