امنیت او پېښېمهم خبرونه
په هلمند کې د شوروي دورې پاتې ټانکونه وموندل شول

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان کړی چې د شوروي ځواکونو د حضور د وخت څو پاتې ټانکونه په دې ولایت کې موندل شوي دي.
د دغه ریاست رییس حافظ عبدالبارې رشید ویلي، دغه ټانکونه د یکشنبې په ورځ د امنیتي چارواکو لهخوا پېژندل او له خاورې را ایستل شوي دي. د ده په وینا، دا پوځي وسایط د جګړې په لومړیو کې ویجاړ شوي وو.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یاد ټانکونه تر ویجاړېدو وروسته د امریکایي ځواکونو د حضور په موده کې د خاورې لاندې شوي وو، او اوس یې موقعیت معلوم شوی دی.
هلمند ولایت د افغانستان په سوېل کې موقعیت لري او له تېرو څو لسیزو راهیسې د بهرنیو ځواکونو د حضور او جګړو شاهد پاتې شوی. لا هم په ځینو سیمو کې د تېرو جګړو نښې پاتې دي.




