په هلمند کې له شپږو ټنو زيات قاچاقي توکي نيول شوي

د هلمند د ولايت مقام د مطبوعاتو او معلوماتو مرکز وايي، د تيرې يوې اوونۍ په ترڅ کې ۶۲۰۴ کيلوګرامه قاچاقي خوراکي او غيرخوراکي توکي د دغه ولايت له فرعي ګمرکونو څخه کشف او ضبط شوي دي.
د سرچينې په وينا، نيول شوي توکي د انساني درملو، د ګاز بخاریو او يو شمېر نورو مالونو څخه جوړ دي، چې په لښکرګاه ښار، صفري سيمو او د ګرمسير ولسوالۍ اړوندو سيمو کې موندل شوي دي. د دې پېښې په تړاو دوه کسان هم نيول شوي دي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې شاوخوا درې مياشتې کېږي د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول تجارتي راکړه ورکړه درېدلې ده؛ يو حالت چې پر بازارونو، د ترانزيټ لارو او د پولو په ځينو سيمو کې د قاچاقو پر زياتېدو اغېز کړی دی.
اقتصادي کارپوهانو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د رسمي سوداګريزو لارو اوږدمهاله بندېدل کولی شي د قاچاق د زياتېدو او د پولو سيمو د اوسېدونکو پر معيشت منفي اغېز ولري؛ يوه موضوع چې د طالبانو د ادارې له خوا شفاف او د حساب ورکولو مديريت ته اړتيا لري.




