اقتصادمهم خبرونه

د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د اوبو بند د جوړولو کار پيل شو

د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ په لوړو سيمو کې د يو اوبو بند د جوړولو چارې پيل شوي دي. د سيمه ييزو چارواکو په وينا، دغه پروژه به د وچکالۍ له امله رامنځته شويو ستونزو يوه برخه راکمه کړي.

ډاکټر احمد جان نوزادي ويلي، کله چې دا بند بشپړ شي، کرنيزې ځمکې به بيا خړوبې شي او د کروندوالو د فصلونو د شنېدو زمينه به برابره شي. نوموړي زياته کړه چې دا ګام به د دې لامل شي چې يو شمېر اوسېدونکي خپلو کليو ته بېرته ستانه شي.

د نوزاد ولسوالۍ خلک په تېرو کلونو کې د وچکالۍ او د اوبو د سخت کمښت له امله زيانمن شوي دي؛ يوه موضوع چې د کرنيزو توليداتو د کمېدو او د ځينو اوسېدونکو د کليو پرېښودو سبب شوې وه. اوس هيله شته چې دا پروژه د دغو ستونزو يوه برخه حل کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button